د غزني امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې دعملیاتو پر مهال ۱۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
که څه هم د غزني ولایتي شورا او مدني فعالان وايي چې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي، خو د غزنی د امنیې قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار د دوشنبي په ورځ ازا دي راډيو ته وویل چې دغلته يې په روانو پوځي عملیاتو کې وسله وال طالبان سخت ځپلي او ګڼي سیمې یې ور څخه تصفیه کړي دي.
ښاغلي مایار وویل چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالېو کې په شااوخوا یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د خالد په چوکاټ کې درې پوځي عملیات تر سره کړي دي.
نوموړی وايي، په دغو عملیاتو کې ۱۶۱ وسله وال طالبان وژلي او۸۳ تنه يې ټپيان کړي او په خبره یې چې د یادو عملیاتو پر مهال ۸ افغان تېرو ته مرګه ژوبله اوښتي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په غزني کې او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور وکړی دی.