د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې په لسګونه مظاهره کوونکو د اګسټ ۱۴ د ترورېزم د پیداېښت ورځ وګڼله، او ویې غندله.
مظاهره کوونکو پاکستان د تروریستانو ملاتړی هېواد یاد کړ او له ټولو افغانانو یې وغوښتل چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په وړاندې سره یو موټي شي.
مظاهره کوونکو خبریالانو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.
د معلوماتو له مخې په افغانستان کې بېلابېلې تروریستي ډلې فعالیت لري چې د دغه هېواد د خلکو امنیت او سوله ییز ژوند ته لوی ګواښ دی.