کندهار کې په ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو شېدې لرونکې غواګانې ویشل شوي

په کندهار کې زرو بېوزلو کورنیو ته د دوی د ژوند د بساینې لپاره شیدو لرونکې غواګانې وویشل شوې.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پروژې هدف دا دی چې حیواني محصولاتو ته بازار موندنه وکړي او د بې وزلو کورنیو اقتصاد ور سره وغوړېږي.

ښاغلي سیدي زیاته کړه:

"ګټه یې دا ده، څو بې وزلې کورنۍ خپل اقتصاد پر پښو ودروي او له دې لارې شیدې، مستې او پنېر په بازار کې وپلوروي."

د دغې پروژې لګښت نړیوال بانک ورکوي او د ودان موسسې په همکارۍ، د کندهار د مرکز په ګډون په بولدک او ډنډ ولسوالیو کې عملي کېږي.