عراق وايي د سعودي او ایران د شخړو حل لپاره منځګړیتوب کوي

عراق وايي، دا هېواد به د سعودي عربستان او ایران ترمنځ شخړو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.

د عراق د کورنیو چارو وزیر پرون وویل، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له عراق غوښتي چې د ریاض او تهران ترمنځ د لانجې په کمولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې د ایران د کورنیو چارو وزیر عبد الرضا رحماني فضلي ویلي، هېواد يې تل له سعودي سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او د هغه په خبره تهران هېڅکله د سیمې له هېوادونو سره په اړیکو کې د خرابوالي راوستو پیل نه دی کړی.

د سعودي عربستان چارو د عراق او د ایران د کورنیو چارو د وزیرانو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.