هند کې ځمکې ښويېدنې لږ تر لږه ٤٥ کسان وژلي دي

د هند په شمال کې د پشه کال بارانونه د ځمکې ښويېدو سبب شوي چې له يوې غونډۍ څخه ژورې درې ته د دوو مسافر-وړونکو بس موټرو د اوښتو په نتيجه کې لږ تر لږه ٤٥ کسان مړه شوي دي.

پوليس وايي، بس موټرونه پرون د غونډۍ څنډې ته ولاړ وو، ځينې مسافر په خوراکي شيانو پسې وتلي وو چې ځمکه ورباندې وښويېده.

دواړه بسونه ٨٠٠ مټره ژورې کندې ته لوېدلي چې يو يې په مکمل ډول تر خاورو-خټو لاندې ښخ شوى دى.

چارواکي وايي، شا و خوا ٣٠٠ ژغورونکي مامورين هڅه کوي، ښخ شوي بسونه له خاورو وباسي.

په ماندي سيمه کې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې يوه چارواکي انشول ګوپټا وويل، تر اوسه ٤٥ مړي د عملياتو په لړ کې موندل شوي دي.