امریکایي پوځ افغانستان کې د داعش د سیمه ییز قوماندان وژل تائید کړل

په افغانستان کې د امریکا پوځ د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش د سیمه ییز قوماندان د وژل کېدو خبر تائید کړ.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان، جنرال جان نېکولسن وویل چې په کنړ کې د داعش ډلې ولایتي امیر عبدالرحمن د تېرې پنجشنبې په ورځ په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

عبدالرحمن د کنړ په پېچ دره کې وژل شوی دی.

د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ په خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه خپره شوې، ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش درې نور وسله وال هم په پېچ دره کې په دې هوايي حمله کې وژل شوي دي.

د پوځ په وینا، عبدالرحمن د داعش ډلې په اوله درجه کاندیدانو کې و چې په افغانستان کې يې د دې ډلې د مشرتابه لپاره په پام کې نیولی و.

جنرال جان نېکولسن ویلي چې د داعش دې قوماندان ته څرګنده شوې وه چې په افغانستان کې خوندي ځاي نه لري.

نېکولسن ویلي:

"موږ به تر هغو چې د افغانستان خلکو او دې سیمې ته ګواښ وي، ورپسې یوو."