د کندز د ولایتي شورا چارواکي وايي چې لا هم د دې ولایت عمومي لويې لارې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او وسله وال مخالفين هر وخت کولای شي د کندزـ تخار د لويې لارې په اوږدو کې سړک ته را ووځي او موټرونه تلاشي کړي چې دغې مسئلې خلک سخت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، د کندز د سیمه ییزو چارواکو تر منځ د نه همغږۍ له کبله لا هم د کندز ښار اړوند نېږدې سیمې د وسله والو مخالفينو تر حاکمیت لاندې دي، ځکه تر اوسه پورې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې پراختیا نه ده راغلي.
د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي په دې اړه نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د کندزـ تخار همدارنګه د کندزـشېرخان بندر لویې لارې د طالبانو د ګواښ لاندې دي او پر دغو لارو د تګ را تګ پر مهال خلک د خوندېتوب احساس نه کوي.
بل خوا د کندز د امنیې قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي د ولایتي شورا د چارواکو دغه څرګندونې بې اساس بولي او زیاتوي چې د افغان ګډو ځواکونو د کندزـ تخار د لويې لارې په اوږدو کې د ډاډمن امنیت په خاطر ګرځنده ګزمې جوړې کړې دي.