شریف: څو چې د پاکستان برخلیک معلوم نه کړم، کور ته نه ځم

د پاکستان سلب صلاحیت شوي صدراعظم نواز شریف خپلو زرګونو پلویانو ته وویل چې د پاکستان برخلیک به بدل کړي.

نواز شریف درې ورځې مخکې، له اسلام اباده مارش پېل کړ او نن یکشنبه خپل پلرني ښار لاهور ته ورسېد.

د پاکستان سترې محکمې د جولای په ۲۸ مه حکم وکړ چې نواز شریف په اداري فساد کې د لاس لرلو له امله، د صدراعظم پر چوکۍ د پاتې کېدو اهلیت نه لري.

نوازشریف نن یکشنبه خپلو زرګونو پلویانوته په لاهور کې د وینا پر مهال وویل، د محکمې پرېکړه د هغو خلکو رأیو ته سپکاوی و چې په انتخاباتو کې یې ده ته رأیه ورکړې وه.

شریف وویل، څو چې یې د پاکستان برخلیک نه وي بدل کړی، خپل کور ته نه ځي.

د نواز شریف د لاریون د امنیت لپاره سل ګونه عسکر او پولیس په دندو ګومارل شوي دي.

د روانې اوونۍ په پېل کې، په لاهور کې بمي چاودنې د دې لاریون د امنیت په اړه اندېښنې پېدا کړې.

خو نواز شریف په داسې موټر کې چې د مرمۍ په وړاندې مقاومت لري، سفر کاوه.