افغان سوداګر: د خوست جلغوزي د پاکستان په نوم چین ته صادرېږي

یو شمېېر افغان سوداګر وایي، د خوست جلغوزي د پاکستان په نوم چین ته صادرېږي.

د خوست د جغلوزو یوه تن صادروونکي فضل احمد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، پاکستانیان په ټیته بیه د خوست له سوداګرو جلغوزي اخلي او بیا یې په لوړه بیه په چین پلوري.

نوموړی وايي چې سږ کال به په خوست کې د اټکل له مخې، څه باندې ۲۰ زره ټنه د جلغوزو حاصلات تر لاسه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی هم دا مسئله تاییدوي او وايي چې چین د صادراتو په خاطر د کیفیت تضمین غواړي چې افغان حکومت تر اوسه د صادراتو د کیفیت لپاره داسې تصدیق پاڼه نه لري.

ښاغلي پسرلي وویل چې پاکستان د افغانستان د جلغوزو د صادراتو له امله سلګونه ډالر ګټه تر لاسه کوي.