ایران وايي، د الوتکې جوړولو له اروپايي شرکت ایربس څخه د ملکي استفادې لپاره د ۴۸ هیليکوپټرو د احتمالي پېرلو په اړه خبرې کوي.
د ایران د روغتیا وزارت مرستیال اصغر فخریه کاشان پرون د ایران فایننشل ټربیون ورځپانې ته ویلي چې د بیړنیو حالاتو په خاطر د ۴۵ طبي هیلیکوپټرو ترلاسه کول ورته لومړیتوب لري.
ایربس شرکت په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.
ایران په داسې حال کې له لویدیځو شرکتونو الوتکې پېري چې په کلونو کلونو یې د نړیوالو بندیزونو په سبب الوتې نه شوې اخېستلی.