د غزني سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه لایت په ناور ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګلو هغه ډاکټر ژوغورل شوی چې څلور ورځې وړاندې انسان تښتوونکو برمته کړی و.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت د ناور ولسوالۍ د کرنا په سیمه کې، د افغان امنیتي ځواکونو د ځانکړوعملیاتو پر مهال د انسان تښتوونکو له منګلو راخلاص کړی او خپلي کورنۍ ته يې سپارلی دی.
نوموړی وايي چې دغه ډاکټر انسان تښتوونکو په دې هدف برمته کړی و چې له کورنۍ څخه یې پیسې واخلي.
ښاغلي امرخېل همدارنګه وویل چې انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي، خو په خبره یې چې دوی يې د نیولو هڅې پیل کړې دي.