چارواکي: فاریاب کې د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي

په فاریاب کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي، عبدالاحد ایلبیک نن شنبه د جرمني خبري اژانس ته وویل چې پېښه پرون جمعه ماسپښین، د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې شوې ده.

د ایلبیک په وینا، په دې پېښه کې ۱۰ ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي.

د دولت اباد ولسوالۍ د پولیسو مشر نعمت الله طوفان د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د یوې کورنۍ اوه غړي په دې حمله کې وژل شوي دي.

دا نه ده څرګنده چې د هاوان مرمۍ د طالبانو له لورې ور ویشتل شوې که حکومتي ځواکونو دا کار کړی، خو ویل کېږي چې په سیمه کې د دواړو تر منځ نښته روانه وه.

د دولت اباد ولسوالۍ د پولیسو مشر ویلي چې په دې پېښه کې درې تنه زخمیان شوي دي.