د هند د اُترپردېش په یوه روغتون کې لږترلږه ۳۰ ماشومان مړه شوي

د هند د شمالي ایالت اُترپردېش په یوه روغتون کېلږترلږه ۳۰ماشومان مړه شوي دي.

هندي چارواکو د د ې مسئلې په اړه څېړنه پېل کړې ده.

دا ماشومان پرون جمعه او تېره پنجشنبه، د اُترپردېش ایالت د ګورک پور ښار په بابا راګف داس طبي کالج کې مړه شوي دي.

دا پېښه د کوچینیانو ناروغیو او د مننجیت د ناروغانو به وارد کې شوې ده.

په سیمه کې یوه لوړ رتبه چارواکي، راجیف روټېلا نن شنبه یوې خبري غونډې ته وویل چې دا ماشومان د اکسيجن د کموالي له امله مړه شوي دي.

د هغه په وینا، یوې شخصي کمپنۍ له دې امله چې روغتون یې پیسې نه وې ورکړې، د روغتون د اکسیجن ګاز د سلنډرونو له ډکولو ډډه کړې وه.

خو وروسته د اُترپردېش ایالتي حکومت او روټېلا دا رپوټونه رد کړل چې په روغتون کې د اکسیجن د کموالي له امله ماشومان مړه شوي دي.

په روغتون کې د بستر ماشومانو کورنیو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په روغتون کې اکسیجن ختم شوی و او هغوي ته لاسي او پلاسټیکي کڅوړې ورکړ شوې وې چې له کوچنیانو سره د تنفس لپاره مرسته وکړي.