ملي دفاع وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳ وسله وال وژل شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پوځي عملیاتو کې لږترلږه ۶۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه وايي چې په وژل شوو کسانو کې د داعش پنځه غړي او د حقاني شبکې نهه غړي شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، په پوځي عملیاتو کې ۲۸ وسله وال زخمیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کنړ، کاپیسا، پکتیکا، لوګر، کندهار، زابل او هلمند کې ګډو ځواکونو عملیات کړي دي.