د امریکا د متحد ایالتونو پوځ د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالي کې د هوایي برید پر مهال د شپاړس ملکیانو د وژلو خبر رد کړی دی او ویلي یې دي چې د دې برید په ترڅ کې یوازې وسله وال وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ویاند باب پورتیمن رویټرژ اژانس ته وویل، وسله والو په یوې وسیلې کې وسلې بارولې، هغوی موږ څارل او د هوایي برید په ترڅ کې مو له منځه یووړل شول.
د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د ناټو ځواکونو پنځه یاغیان وژلي او دوه تنه ټپیان کړي دي.
تر دې مخکې په هسکه مینه ولسوالي کې چارواکو ویلي و چې امریکایي الوتکې یو مسافر وړونکی موټر او یو کور په نښه کړی چې شپاړس ملکیان یې چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي، وژلي دي.