په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله په دغه هېواد کې د یوه ځان وژونکي برید له امله د لږ تر لږه درویشت یاغیانو د وژلو او لسګونو ټپي کېدو خبر ورکوي.
دا ډله وایي چې دا کسان پرون د سوریې په جنوب کې د اردن سرحد ته نژدې ووژل شول.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله زیاتوي چې یوه ځان وژونکي خپل چاودیدونکي مواد په خپل وجود کې ځای پرځای کړي و او د جیش اسلام اډې ته نژدې یې د نصیب په سرحدي سیمه کې وچول.
جیش اسلام د سوریې د یاغیانو یوه مهمه ډله ده چې د حکومت پرضد جنګېږي.