د ننګرهار چارواکي د هسکې مېنې پېښې په اړه څېړنې کوي

د ننګرهار والي به نن په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هوايي حملې او ملکي تلفاتو په اړه وروستي معلومات څرګند کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي بېګا له ازادي راډیو سره په ټلیفوني مرکه کې ومنله چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې ملګي وګړي وژل شوي خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

خو د هسکې مېنې ولسوال، سازولي شینواري پرون د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې امریکايي ځواکونو د ملکي خلکو یو موټر ویشتی، یوولس ملکي وګړي پکې وژل شوي او یو تن زخمي شوی دی.

امریکايي ځواکونه په ننګرهار کې وخت نا وخت د داعش د وسله والو پرضد هوايي عملیات کوي.

خو په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت یا د امریکايي قواوو قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.