د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې نن پر یوه مسجد د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ازادي راډیو ته دا پیښه تائید کړه او د هغه په وینا برید د بشیر قانت په نوم د یوه سیمه ییز قوماندان کسانو کړی دی.
ښاغلي تیمور ویلي قوماندان قانت پورې تړلو وسله والو ځکه پر جومات برید کړی چې خلک د جومات په امام پسې له لمونځ کولو منع کړي.
د تخار د والي ویاند وايي، د دې جومات امام خلک د قوماندان قانت پر ضد هڅول او پر هغه يې انتقادونه کول.
د تخار چارواکي د نورو وسله والو شخړو د مخنیوي لپاره يې سیمې ته امنیتي ځواکونه استولي دي.
د وسله والو قوماندان بشیر قانت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.