د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو نن مځکني عملیات پیل کړل.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیلت د میرزا اولنګ سیمې د بشپړې تصفیې په مقصد پیل شوي.
طالب وسله والو او داعشیانو تېره شنبه پر میرزا اولینګ یو ځای حمله وکړه چې د چارواکو په خبره لسګونه تنه یې ووژل او لا هم لسګونه کورنۍ هلته سیمه کې د دولت ضد وسله والو لخوا اکلابند دي.
پر میرزا اولنګ د شاهین قول اردو هوایي او توپچي عملیات دوې ورځې دمخه پیل شوي و، خو ځمکني تصفیه یې عملیات د محلي چارواکو د پرله پسې غوښتنو یوه اونۍ وروسته نن غرمه پیل شول.
په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځواکونو سربېره، د سرپل ملي او سیمه ییز پولیس، محلي پاڅون کوونکي او په شمال زون کې د ذوالفقار کندک کوماندو سرتېري ونډه لري.