د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې هر کال په نړۍ کې کابو ۶ میلیونه وګړي د تمباکو څکولو له امله مري چې له ۵ میلونو زیات یې خپله کاروونکي او تر ۶ لکو ډېر نور یې هغه کسان دي چې سګرېټ نه څکوي، خو دود يې تنفس کوي.
د سګرېټو څکول په افغاني ټولنه کې یوه عامه خبره ده او په وروستیو کلونو کې خو د ځوانانو ترمنځ په یوه دود یا په عامه خبره په موډ بدل شوی.
ډاکټران خلکو ته د سګرېټو د نه استعمال سپارښتنه کوي او حتی د سګرټو د لوګي په ځای کې د غیر سګرېټي کسانو د نه پاتې کيدو توصيه کوي.
د ډاکټرانو په باور په سګرټو روږدي کسان له هغو کسانو چې روږدي نه دي
۸ ځلې زیات د زړه له حملې سره مخ کېږي.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال عبادالله حنانزي له ډاکټر نور اقا زاهد سره مرکه کړې:
Your browser doesn’t support HTML5
د زهرو کاروان پروګرام مرکه