اماني: د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې پوځي عملیات پېلېږي

د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې پوځي عملیات پېلېږي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي چې د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې پوځي عملیات پېلېږي.

ښاغلي اماني بېګا له ازادي راډیو سره په ټلیفوني مرکه کې وویل:

"پر ځانګړو استقامتونو به دا پوځي عملیات په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې پېل شي."

ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې هوايي عملیات روان دي او وسله والو ته سخت زیان رسېدلی دی.

د سرپل والي په میراز اولنګ سیمه کې د پوځي عملیاتو په پېل کې پر ځنډ نیوکه کړې ده.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ پر میرزا اولنګ حمله وکړه او دا سیمه یې ونیوله.