په فراه کې چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یوه غونډه کې د چاودنې له امله دېرش تنه وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند، ناصرمهري بېګا ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په بالابلوک ولسوالۍ کې شوې ده.
ناصر مهري وویل:
"یو شمېر وسله وال طالبان چې د انتحار واسکټونه او نور چاودېدونکي مواد یې درلودل، پرون ماسپښین په بالابلوک ولسوالۍ کې راغونډ شوي و، د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله د هغوی دېرش تنه ووژل شول."
ښاغلي مهري وویل چې تراوسه لا نه ده څرګنده چې په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو قوماندانان هم شته که نه.
د ملا منان نیازي په مشرۍ د طالبانو ډلې په فراه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په بالابلوک کې د ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو په غونډه کې دوی چاودېدونکي مواد ایښي و.
خو د ملا هبت الله اخندزاده پلویانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.