په ترکیه کې مطبوعاتي رپوټونه وايي چې د قانون حاکمیت ادارو د داعش یو مشکوک غړی نیولی چې د روسیې دی.
پردې وګړي تورلګېدلی چې په اینجیرلیک هوايي اډه کې یې د امریکا پر یوې امریکايي الوتکې د حملې پلان جوړ کړی و.
په ترکیه کې پرون پنجشنبه یو شمېر خبري رسنیو، د داسې چارواکو په حواله چې نومونه یې پټ ساتل شوي، وویل چې د روسیې دا وګړی رسلان باقیف نومېږي او د ترکیې په جنوبي ښار، ادانا کې نیول شوی دی.
ویل کېږي چې دې وګړي په سیمه کې د اینجیرلیک هوايي اډې په اړه مطالعه کوله، معلومات یې راغونډول او ښايي پلان یې درلود چې د بې پيلوټه الوتکې په مرسته، هلته پر امریکايي الوتکو حمله وکړي.
رپوټونه وايي چې نیول شوي سړي، غالباً په سیمه کې د علوي مسلمانانو پر ټولنه د حملې پلان هم درلود.
ترکیه د ناټو تړون غړی هېواد دی.
د امریکا هوايي ځواکونه د ترکیې په جنوبي ښار ادانا کې د اینجیرلیک هوايي مرکز په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د عملیاتو لپاره کاروي.
په انقره کې دروسیې سفارت ویلي چې د مسئلې په اړه څېړنه کوي.