جوزجان کې د انصار په نوم د داعش ډلې یو قوماندان وژل شوی

په جوزجان ولايت کې د طالبانو او داعش جنګيالیو تر منځ په نښته کې د انصار په نوم د داعش ډلې یو قوماندان وژل شوی دی.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو او داعش جنګياليو د جوزجان د قوش تېپه ولسوالۍ په جينجک سیمه کې سره نښته پیل کړه او دواړو لوریو ته تلفات اوښتي دي.

ښاغلي خاشي وويل چې په دې نښته کې د داعش يو قوماندان چې انصار نومېده، هم وژل شوی دی.

اوس‎مهال د دواړو لوریو تر منځ نښته پای ته رسېدلې ده خو د بیا نښتې احتمال يې شته.

طالبانو او داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ويلي.