د روسيې يوې محکمې يو کس په زندان محکوم کړ

د روسيې يوې محکمې يو کس د روان کال په مارچ مياشت کې په حکومت ضد اعتراضاتو کې د ګډون په خاطر په زندان محکوم کړ.

محکمې اندره کوشه د پوليسو دوو مامورينو ته د زیان رسولو په تور په زندان محکوم کړ.

د روان کال په مارچ مياشت کې په روسیه کې د اداري فساد پر وړاندې د پراخې کچې لاریونونه وشول او دا د ولاديميرپوتین د حکومت پر وړاندې تر ټولو لوی لاريونونه وو.

پوليسو يوازې په مسکو کې تر زر کسانو زيات په دغو لاريونو کې ونيول.

په نيول شويو کې د ولاديمير پوتين د حکومت منتقد الکسي ناوالني هم ونیول شو.