د سرپل په لغمان سیمه کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی

د ۲۰۹ شاهين قول اردو د هليکوپټرو د هوايي حملو په نتيجه کې د سرپل په لغمان سیمه کې د طالبانو هغه قوماندان ووژل شو چې د صياد ولسوالۍ د مېرزا اولنګ په سیمه کې يې د ملکيانو په وژلو کې لاس درلود.

د سرپل د والي وياند ذبيح‎الله اماني له ازادي راډيو سره د خبرو پرمهال وويل، په دغه هوايي حملو کې چې نن وشوې، طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

ښاغلي اماني د تلفاتو د دقيق شمېر په اړه څه ونه ويل. طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

ښاغلي اماني وويل چې عملیات تېره شپه په صياد ولسوالۍ او د سرپل ولايت په نورو سیمو کې هم پيل شوي دي او ټاکل شوې ده د دغو عملیاتو په تعقیب ځمکني عملیات هم پيل شي.