د پاکستان نوی حکومت او د دغه هېواد راتلونکی!

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان مخکیني صدراعظم د فساد په یوه قضیه کې تر محکومېدو وروسته له خپلې دندې استعفی وکړه او د مسلم لیګ ن ګوند بل غړی شاهدخاقان عباسي د موقت صدراعظم په توګه انتخاب شو. دا چې په پاکستان کې د نوي حکومت راتلونکې څه ده، له پوځ سره اوسنۍ ناسمې اړیکې یې څه پایلې لرلای شي او له افغانستان سره اړیکې څنګه پر مخ ځي په همدې اړه د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریال صفي الله ستانکزي یو ټلویزیوني بحث جوړ کړی دی. د ازادې اروپا راډیو د مشال څانګې ايډیټور داوود خټک او د مشال راډیو خبریال بشیراحمدګواښ د بحث ګ‌‌‌‌‌‌ډونوال دي.