د ننګرهار په مومندره ۴ کسان د چاوديدونکو توکيو سره نیول شوي

د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې څلور کسان د چاوديدونکو توکيو سره نیول شوي.

په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد ایوب حسین خېل د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل چې افغان ځواکونو تېره ورځ د مومندرې ولسوالۍ اړوند د غوړګي په سیمه کې په دوو موټرو کې بار چاودیدونکي توکي نيولي.

ښاغلی حسېن خېل وايي، د دې پېښې په تور څلور کسان هم نیول شوي چې اوس يې قضيه د څېړنو په موخه د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي.