امريکا د روان کال په سر کې وروسته له هغه د کيوبا دوه ډیپلوماټان له خپلې خاروې وايستل چې په هوانا کې امريکايي ډیپلوماټان په ناڅرګندو ناروغیو اخته شول.
دا خبره د بهرنیو چارو وزارت وياندې هيدر ناریت پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وکړه.
دا وايي، د کيوبا ډیپلوماټانو ته د مې په درويشتمه نېټه وويل شول چې په واشنګټن کې له خپله سفارته ووځي.
دې د امریکايي ډپلوماټانو شمېر ونه وايه چې په ناروغیو اخته شوي وو او نه يې د ناروغيو جزيات ورکړل.
ناريت وويل چې د دغو پېښو په اړه یې لومړی د ۲۰۱۶میلادي کال په پای کې واورېدل.
له څو مياشتو تحقيقاتو وروسته څرګنده شوه چې د امریکايي ډیپلوماټانو په کورونو کې دننه يا دباندې داسې الې نصب شوي وې چې غږ يې نه اورېدل کېږي. چارواکو ويلي چې دا څرګنده نهده چې ايا دا الې د کومې وسلې په توګه کاريدلې که يې کوم بل هدف وو.
د کيوبا حکومت پرون په يوه اعلاميه کې تائيد کړه چې په دغو پېښو خبر دی او په دې اړه يې د چټکو تحقيقاتو امر کړی دی. خو اعلاميه وايي چې د کيوبا د دوو ډیپلوماټانو ايستل نه توجيه کېدونکی او بې بنسټه عمل دی.