عبدالله: فساد د هېواد پر امنيتي وضعيت مستقیم اغېز کوي

د افغان حکومت اجرائيه رياست وايي، فساد د هېواد پر امنيتي وضعيت مستقیم اغېز کوي.

عبدالله عبدالله نن په امنيتي او دفاعي سکتور کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په ګډه غونډه کې وويل چې د فساد د مخنيوي لپاره کارونه شوي خو په له منځه وړلو کې يې حکومت پاتې راغلی دی.

دی وايي:

"په امنیتي ځواکونو کې د اداري فساد اغېز دا دی چې پر لويه قرباني او ښه نوم داغ ږدي چې دا زموږ ټولو ګډ مسؤليت دی چې په دې برخه کې توجه وکړو."

د افغانستان لوی څارنوال فريد حميدي چې په دې غونډه کې وو، وويل فساد په امنيتي ادارو کې يو مهم بحث دی او د ده په وينا، که څه هم فساد په هېڅ ځای کې د منلو وړ نه‎دی خو په امنيتي ادارو کې ډېر اغېز لري.