د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په بمباري کې د وسله والو مخالفانو د ۳ قوماندانانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
دا خبره د افغانستان د سيمه یيزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن په يوه اعلاميه کې خپره کړې ده.
د اعلاميې له مخې، دا حمله تېره شپه شوې او په وژل شویو کې د وسله والو د قوماندانان، شاه جهان او تازه ګل شامل وو.
اعلاميه زياتوي چې دغه کسان له يوې سيمې بلې ته تلل چې د هوايي بريد هدف وګرځېدل.