یوه افغان کډوال چې د کمکي پیکاسو نوم ورکړل شوی، پرون د سربیا په پلازمینه بلګراد کې خپل انځورونه او اخېستل شوي عکسونه په دې هیله نندارې ته وړاندې کړل چې د سربیا د ماشومانو د مغزي سرطان د درملنې لپاره پیسې راټولې کړي.
لس کلن فرهاد نوري له اتو میاشتو راهیسې د دې ښار په یوه کمپ کې له خپل مور، پلار او وروڼو سره اوسي خو په هغو انځورونو سره چې هغه د جرمني د صدراعظمې انګېلامېرکل، د سوریالېزم د سبک د انځورګر سلوادور دالي Salvador Dali او نورو څخه ایستلي او د سړي پام جلبوي، سیمهییزو رسنیو هغه په یوه ستوري بدل کړی دی.
نوري له خپلې کورنۍ سره هغه وخت سربیا ته تللی و چې د بالکان له لارې لویدیځې اروپا ته د افغانانو د تلو بهیر پراخ او ګړندۍ شوی و.
له کله چې دغه لاره وتړل شوه هغه له خپلې کورنۍ سره په بیلګراد کې بند پاتې شوی دی.
د هغه د انځورګرۍ استعداد هغه وخت راښکاره شو چې په بلګراد کې د نقاشي په یوه کورس یې ګډون کړی و.
دغه کورس د یوې مرستندویه ټولنې لهخوا د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره جوړ شوی و.
د کډوالو فاونډیشن په نوم دغه ټولنه وایي، نوري یې وروسته د هنر یوه ښوونځي او د عکاسي یوه کورس ته واستاوه چې خپل استعداد ته وده ورکړي.
دغه ټولنه وایي، هغه خپلې د انځورګرې ټولې تابلوګانې د سربیا ناروغه ماشومانو ته ځانګړې کړې چې له پیسو یې د هغوی درملنه وشي.
نوري وایي، موږ ټول باید مهربانه واوسو.
د سربیا چارواکي وایي، په دې هېواد کې د مېشتو کډوالو شاوخوا نیمایي یې ماشومان دي.
Your browser doesn’t support HTML5