د چین سیچوآن کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۹ ته لوړ شو

د چین په جنوب لویدیځ ولایت سیچوآن کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۹ ته لوړ شوی دی.

په دې زلزله کې چې د سې شنبې په ورځ وشوه او د ریختر په اندازه ۶ عشاریه پینځه درجې وه ۲۴۷ کسان ژوبل شوي دي.

د چین دولتي رسنیو پرون وویل، په مړو کې اته سیلانیان هم شامل دي.

د زلزلې وروسته ټکانونو د ازبکستان پولي ته نېږدې د چین سین‌کیانګ سیمه کې هم ۳۲ کسان ټپیان کړي دي.

د زلزلې له امله چارواکو لسګونه زره کسان له سیچوآن ولایت څخه خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.