د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په یوه ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړې په تهران کې د نویو حملو ګواښ کړی او له ځوانانو ایرانیانو یې غوښتي چې د خپل هېواد پر ضد پاڅون وکړي.
په دغه ویډیو کې چې د اسلامي دولت ډلې د اعماق خبري رسنۍ نښان او پر تهران د جون د میاشتې د دوو حملو تصویرونه په کې ښکاري، یو سړی چې تورې جامې یې اغوستي او مخ یې پټ کړې، د حملو دغه خبرداری ورکوي.
په تهران کې د جون د میاشتې د غبرګو حملو چې لږ تر لږه ۱۸ کسان په کې ووژل شول، مسؤلیت داعش په غاړه اخېستی و.
دغه سړی چې په فارسي لهجه خبرې کوي، وایي د تهران په مرکز کې به نورې حملې وکړي.
وروسته په ویډیو کې دغه راز په عراق کې هم پر شیعه اهدافو د حملو خبرداری ورکول کېږي.
داعش د جون په اومه په تهران کې پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر مقبرې حملې وکړې چې دا په ایران کې د دې ډلې له خوا لومړنۍ حملې وې.
د دغو حملو په ځواب کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د جون په ۱۸مه په سوریه کې د داعش پر اډو یو شمېر توغندي و ایشتل.
ایراني چارواکو دغه راز د دغو حملو په تړاو په لسګونو مشکوک کسان هم نیولي و.