نیکي هیلي به روانه میاشت د اتریش پلازمینې ویانا ته ولاړه شي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي به روانه میاشت د اتریش پلازمینې ویانا ته ولاړه شي او د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې په دفتر کې به له چارواکو سره د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښودلی وایي چې دغه سفر د واشنګټن د هغې بیا کتنې یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون چې ایا تهران هغه عملی کړی، څېړل کېږي.

په اپریل میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه چې ایا پر ایران د امریکا لګول شوي بندیزونه وځنډول شي، د یوې څېړنۍ امر ورکړ. هغه همدا راز دغه تړون تر ټولو خراب تړون بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې به د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې له چارواکو سره چې د دغه تړون له مخې د ایران پر اقداماتو څارنه کوي، وګوري.