امریکا شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ

د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې که د اټمي وسلو پروګرام ته دوام ورکړي هغه به د دې هېواد د رژیم د ختمېدو او د خپلو خلکود بربادي سبب شي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس له خوا دغه څرګند خبرداری د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو څرګندونو یو وار بیا تاکید دی چې پرون د ورځې په لومړیو کې یې ویلي و چې د امریکا اټمي وسلې نه ماتېدونکې دي او دی هیله من دی چې هېڅکله له هغو کار وانه خلي.

د امریکا د دفاع وزیر له دغه خبرداري څو ساعته وروسته شمالي کوریا بیا د ارام سمندر پر ګوام ټاپو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو په وسیلې د حملې ګواښ وکړ او ویې ویل چې د څلورو توغندیو د توغولو د پلان په بشپړولو چې د ګوام ټاپو د سواحلو په ۴۰ کیلومترۍ کې به را پریوځي، کار کوي.