د کونړ امنیتي مسؤلین وایي، په ناړۍ او دانګام ولسوالیو کې د دوو ماینونو د چاودېدو له امله ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعهګل همت نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د سړک غاړې دوه ماینونه چاودېدلي چې په ناړۍ کې پهکې دوه تنه وژل شوي او درې ټپیان دي او په دانګام کې دوه ځوانې نجونې ټپیانې شوې دي.
قوماندان وايي، دواړه ماینونه وسلهوالو مخالفینو د عامو خلکو په لارو کې ځای پر ځای کړي و.
هغه وايي، د دواړو پېښو ټپیان نېږدې روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي او ډاکترانو يې روغتیايي حالت ښه ښودلی دی.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د یادو چاودنو په اړه څه نهدي ویلي.