د پکتیا پر جاني‌خېلو ولسوالۍ بیا طالبانو ډله‌ییز بریدونه پیل کړي

د پکتیا په جاني‌خېلو ولسوالۍ یو ځل بیا وسله‌والو طالبانو ډله‌ییز بریدونه پیل کړي دي.

د پکتیا د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه ناوخته وسله‌والو طالبانو په جاني‎خېلو ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او جګړه لاهم روانه ده.

عبدالرحیمزی زیاتوي چې په دې جګړه کې ۱۱ تنه وسله‎وال وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

جاني‎خېل شااوخوا ۱۵ ورځې وړاندې طالبانو په خپله ولکه کې راوسته، خو د څو ورځو په تېرېدو بېرته امنيتي ځواکونو ونيوله.