مسؤلین: د لوګر ۹۰ سلنه زده‌کوونکي په کانکور کې بریالي شوي

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وايي، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې، د ۱۸۰ نجونو په ګډون ۲۹۰۶ تنو زده‌کوونکو ګډون کړی و چې ۹۰ سلنه‌يې پوهنتونونو او نیمه لوړو زده‌کړو مؤسسو ته بریالي شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د لوګر د پوهنې رئيس اکبر ستانکزي په کانکور کې د بریالیو زده‌کوونکو په ستاینغونډه کې چې د یاد ولایت د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د کانکور ازموینې پایلې وښوده چې په لوګر کې د پوهنې کیفیت ښه شوی دی.

د بریالیو زده‌کوونکو په ستاینغونډه کې د لوګر والي حلیم فدايي وویل د ښوونځیو تر څنګ په خپله کورنۍ هم مسؤلیت لري چې خپل اولادونه زده‌کړو ته وهڅوي او د هغوی د زده‌کړو د بهیر پوښتنه وکړي.

د لوګر چارواکي په داسې مهال د پوهنې د کیفیت له ښه‌والي ډاډ ورکوي چې د یاد ولایت له ۳۰۷ بابه ښوونځیو څخه ۱۱۷يې ودانۍ نه‌لري او د ۵۰۰ کسانو په شمېر د مسلکي ښوونکو له کمښت سره هم مخامخ دي.