د پاریس په شمال لوېدیځ کې نن چهارشنبه شپږ فرانسوي عسکر په یوه موټر ووهل او ټپیان شول.
د سیمې د پولیسو یوه ویاند نن وویل، "یو. بي. ام. ډبلیو " موټر نن سهار د عسکرو پر ډلګۍ ورغی، هغوي یې ووهل او شک نهشته چې دا پېښه قصدي وه.
پولیسو ویلي چې دا پېښه نن سهار په اتو بجو شوې، څلور عسکر سر-سري او دوه تنه سخت ټپیان شوي دي.
د پاریس د پولیسو دفتر ویلي چې په دې اړهیې څېړنه پېل کړې ده.