پوتین: روسیې د ابخازیا د امنیت او خپلواکۍ د یقیني کولو هوډ کړی

د روسیې ولسمشر وایي، هېواد یې هوډ کړی چې په کلکه به د ګرجستان د جلا شوې ابخازیا سیمې امنیت او خپلواکي یقیني کوي.

ولادمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د ابخازیا له جلاغوښتونکي مشر راول خادزیمبا «Raul Khadzhimba» سره په پیتسوندا ښارګوټي کې د کتنې پر مهال وویل چې دې ته اړتیا ده چې دواړه لوري د ابخازیا د اقتصادي ودې او د کارونو د ایجادولو لارې چارې ولټوي او دا هغه څه دي چي دوی دواړه به نن پرې خبرې وکړي.

ابخازیا ته د روسیې د ولسمشر سفر د روسیې او ګرجستان تر منځ د پنځه ورځنۍ جګړې د نهمې کلیزې سره په یوه وخت تر سره کېږي.

له دغې جګړې وروسته روسیې ابخازیا او جنوبي اوسیتیا چې له ګرجستانه جلا شوې، د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې.

په دې سیمو کې د روسیې زرګونه پوځیان دېره دي او د ګرجستان چارواکو مسکو تورن کړی چې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د ډېرو سیمو د لاندې کولو هڅې پیل کړې دي.