ټرمپ: که شمالي کوریا امریکا ته نور ګواښ وکړي له غضب سره به مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، که شمالي کوریا بیا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړي، له اور او غضب سره به مخامخ شي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په نیوجرسي کې خبریالانو ته وویل، ښه به دا وي چې شمالي کوریا نور متحده ایالاتو ته هېڅ ډول ګواښونه ونه‌کړي، ځکه له داسې اور او غضب سره به مخامخ شي چې نړۍ یې تر اوسه ساری نه‌دی لیدلی.

ټرمپ دغه خبرداری وروسته له هغې ورکوي چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې د استخباراتي چارواکو له قوله وویل چې شمالي کوریا وړوکي اټمي سروکې جوړې کړي چې د هغوی په توغندیو کې نصبېدالی شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور ورځې وړاندې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د پای ته رسولو لپاره په قاطع اکثریت پر دې هېواد نوي بندیزونه ولګول.

شمالي کوریا په تېر جولای میاشت کې د دوو توغندیو په ازمویلو سره ادعا وکړه چې اوس د دې توان لري چې د امریکا په خاوره کې هدف په نښه کړي.