د هند چارواکي وايي چې پنځه مشکوک کسان چې غوښتل یې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته ننوځي، د پوځیانو لهخوا وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په خبره، دغه مشکوک کسان پرون دوشنبه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې، سرحد ته نېږدې لیدل شوي وو.
د هند د دفاعي ادارې یوه چارواکي د هندي کشمیر په مرکز سرېنګر کې وویل چې له پنځو وژل شویو کسانو څخه وسلې هم لاسته راغلې دي.
هغه وویل، هندي پوځ ته تلفات نهدي اوښتي.
هندي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې ۲۲ ځلې وسلهوالو کسانو غوښتل چې کشمیر ته ننوځي چې د پوځیانو لهخوا یې ممانعت شوی او ۳۸ دا وسلهوالیې وژلي هم دي.
هند پاکستان تورنوي چې کشمیري ترهګرو ته پناه ورکوي او له هغوی سره مرسته کوي، څو د دوی تر کنټرول لاندې کشمیر ته واوړي او حملې تر سره کړي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.