غني د اداري فساد پر وړاندې د یوه مېکانیزم پر جوړولو ټینګار وکړ

د افغانستان جمهور رئیس له اداري فساد سره د مبارزې پر ضد د یوه نوي مېکانیزم پر جوړولو ټینګار وکړ.

ولسمشر اشرف غني په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د فساد پر ضد د مبارزې غونډې ته وویل د هغو کسانو په اړه هم باید جدي تحقیقات وشي چې تورونه پورې کوي، ځکه د ده په خبره کله کله په تر ټولو پاکو خلکو هم د فساد تورونه لګول کېږي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ډېر تورونه کله په پاکو خلکو لګول کېږي. لازمه ده چې د بررسي مېکانیزم موجود وي او تر څنګ‌یې د هغو کسانو لپاره چې تورونه لګوي هم د جزا مېکانیزم جوړ شي."

ښاغلي غني بیا هم ټینګار وکړ چې د یوازې څو کسانو لپاره باید په ټولې اردو او امنیتي ځواکونو د فساد تور پورې نه‌شي.