چین وايي، پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د نویو بندیزونو ډېر تاوان دوی ورکوي او د سیمهییزې سولې او نړیوالو تعهدونو په خاطر دې تاوان ته غاړه ږدي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، له شمالي کوریا سرهیې د هېواد د نېږدې سوداګریزو اړیکو له کبله، پر پیونګ یانګ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د وروستیو بندیزونو ډېر زیان دوی ته اوړي.
وانګ یي چې د فیلپین په مرکز مانیلا کې یې په یوه امنیتي غونډه کې خبرې کولې، وویل چې چین پر دې سربېره پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیزونو ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له خولې ویل شوي چې پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیزونو زیان ځکه دوی ته ډېر دی چې هېواد یې له شمالي کوریا سره سنتي اقتصادي اړیکې لري.
خو وانګ یي زیاته کړه، د وسلو د نهخپراوي د نړیوال سیسټم د ساتلو او سیمهییز ثبات لپاره، چین د امنیت د شورا د پرېکړهلیک ټول مواد په بشپړه توګه عملي کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن هغه څرګندونو ته اشاره وکړه چې که شمالي کوریا د توغندیو ازموینې ودروي، نو امریکا ورسره خبرو اترو ته چمتو ده.
وانګ یې وویل، دا هیله لري چې شمالي کوریا به هم ورته نیت وښيي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اګست پر پنځمه نېټه په قاطع اکثریت پر شمالي کوریا د دې هېواد د توغندیو د وروستیو ازموینو له کبله نوي بندیزونه ولګول چې هدفیې پر پیونګ یانګ فشار راوړل دي، څو د خپل اټمي پروګرام څخه لاس واخلي.
نوي بندیزونه کولای شي چې د شمالي کوریا د صادراتو عواید په کال کې په سلو کې ۷۰ راکم کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي دا پر شمالي کوریا د بندیزونو یوه لویه ټولګه بللې ده.
سره له دې چې د مانیلا په امنیتي غونډه کې د شمالي کوریا استازي د خپل هېواد د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د ازموینو د بندولو په اړه څه ونهویل، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر «ري یونګ هو» تېره ورځ وویل چې هېواد بهیې د هېڅ ډول شرایطو لاندې خپل اټمي او د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام بند نهکړي.
نوموړي وویل چې هېواد یې له امریکا متحده ایالاتو پرته، د بل هېڅ هېواد پر ضد د اټمي وسلې د کارولو قصد نهلري، خو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که بل هېواد پر دوی د پوځي حملې په صورت کې د امریکا ملاتړ وکړي، نو د پیونګ یانګ نظر بدلېدای شي.