افغان ولسمشر وايي، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې له اصلاحاتو پرته امنیت او پراختیايي پروګرام د تطبیق وړ نهدی.
ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره نن په امنیتي بنسټونو کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې جوړې شوې غونډې ته وکړه.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"په امنیتي او دفاعي ادارو کې اصلاحات یوازینی انتخاب دی چې لرو یې، له هغې پرته نه امنیت ټینګېږي او نههم کوم پراختیايي پروګرام تطبیق کېدلای شي."
ولسمشر وویل حکومت په یوازې سر په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې فساد نهشي ورکولای باید ټول خلک په دې اړه یوه ملي اجماع وکړي او د فساد پر ضد حل لارې ولټوي.
افغان ولسمشر دا ټینګار هم وکړ چې د یوازې څو کسانو لپاره باید پر امنیتي او دفاعي بنسټونو د فساد تور پورې نهشي او د هغو کسانو د پېژندلو او پلټلو مېکانیزم هم جوړ شي چې د فساد تورونه لګوي.