د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس وايي، د ملګرو ملتونو هغه کمېسیون چې په سوریه کې د بشري جنایتونو په اړه څېړنې کوي د دې کمېسیون د یوې مخکښې غړې له استعفا سره-سره باید خپل کار ته دوام ورکړي.
د کمېسیون غړې او د بشري جنایاتو پخوانۍ څارنوالې کارلا دېل پونتې «Carla del Ponte» وړمه ورځ وویل چې په سوریه کې د پراخې بېعدالتۍ سره-سره دا کمېسیون هېڅ کار نهشي کولای او ځکهیې د اعتراض په دود له خپلې دندې استعفا وکړه.
مېرمن دې پونتې د سویس بلک ورځپاڼې ته وویل، هغه جنایتونه چې په سوریه کې کېږي دې نه په رواندا کې لیدلي او نه په پخوانۍ یوګوسلاویا کې.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دویاریچ "Stéphane Dujarric "پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، سرمنشي ګوترس د مېرمن دېل پونتې د استعفا د پرېکړې له کبله خواشینی دی، خو په دې باور دی چې په سوریه کې د بشري حقونو په اړه د تحقیقاتو کمېسیون لاهم اهمیت لري او د احتساب د بهیر یوه د پام وړ برخه ده.
دې کمېسیون پر امنیت شورا په پرلهپسې ډول غږ کړی دی چې د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه په سوریه کې د شویو جرمونو په اړه د تحقیقاتو د پیل غوښتنه وکړي.
خو د امنیت شورا لهخوا د هاګ نړیوالې محکمې ته د سوریې د راجع کولو هڅه په ۲۰۱۴ کال کې د چین او روسیې لهخوا رد شوه.