پاکستان کې جماعت‌الدعوه اعلان وکړ چې یو سیاسي ګوند جوړوي

د پاکستان یوه خیریه ټولنه چې متحده ایالاتو په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر ممبی ښار د خونړۍ حملې تور پرې لګولی پرون اعلان وکړ چې یو سیاسي ګوند جوړوي.

جماعت‌الدعوه چې متحده ایالات‌یې د ممنوعه لشکر طیبه ډلې اړونده جبهه بولي، د ملي مسلم لیګ په نوم د ګوند جوړېدل اعلان کړي.

د جماعت‌الدعوه مشر حافظ سعید پر ممبی ښار د هغې ترورېستي حملې طراح ګڼل کېږي چې ۱۶۶ کسان‌یې ووژل.

د امریکا متحده ایالاتو د سعید د نیولو لپاره د معلوماتو یا د هغه د محکومیت په بدل کې د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړې ده.

نوموړی په جنوري میاشت کې د پاکستان د حکومت له‌خوا په کور کې نظربند شو.

د ملي مسلم لیګ د نوي جوړ شوي ګوند مشر صفي‌الله خالد وايي، دوی به پاکستان په یوه رښتیني اسلامي او سوکاله هېواد بدل کړي او له نظربند نه د سعید د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

حافظ سعید له دې مخکې ډموکراسي او انتخابات غندلي او ویلي یې دي چې له اسلام سره مطابقت نه‌لري.