کابل کې د امریکا سفارت په سرپل کې د ملکیانو وژنه غندلې

په کابل کې د امریکا سفارت په سرپل ولایت کې د لسګونه ملکیانو او محلي پولیسو وژنه غندلې ده.

د متحده ایالاتو سفارت پرون په یوې اعلامیه کې وویل، د بې‌ګناه کلیوالو او د هغو کسانو چې د ملکیانو ساتنه کوي اعدامول یو ځل بیا دا ثابته کړه چې ترورېستي ډلې د شر ځواک دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې امریکا د افغانستان د حکومت او ولس تر څنګ ده او د وسله‌والو دا ډول وحشیانه بریدونه په شدت غندي.

د سرپل چارواکو پرون وویل چې داعش او طالبانو د سرپل په میرزا اولنګ سیمه کې ۵۰ ملکیان وژلي او شااوخوا ۱۵۰ کورنۍ یې تر محاصرې لاندې دي.

طالبان بیا د میرزا اولنګ په سیمه کې خپل برید تائیدوي، خو دا ردوي چې له داعش سره‌يې یوځای ملکي وګړي وژلي دي.