پنځه ټنه پوځي مهمات ډایاګ پروګرام ته وسپارل شول

د کابل پولیسو پرون شااوخوا پنځه ټنه پوځي مهمات د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو د بې‌وسلې کولو پروګرام یا ډایاګ ته وسپارل.

د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستیال محمد صدیق مرادي خبریالانو ته وویل په دې مهماتو کې چاودېدونکي مواد، د درنو وسلو مرمۍ، ماینونه، د الوتکو ضد راکټونه او شااوخوا دوه نیم زره کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد شامل دي.

د ښاغلي مرادي په خبره دا مهمات د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه د څو عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.